CRI Online

اروپايي ټولنه وايي: د تندلارۍ او انټرنيټي جنايت په شمول د امنيتي خطرونو پر ضد مقابله دې پياوړی شي

cri     (GMT+08:00) 2017-07-27 11:17:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امنيتي چارو په پرمختيايي راپور کې، چې د جولای په ۲۶مه نېټه د اروپايي ټولنې د کمېټې لخوا خپور شوی، پر دې ټينګار شوی چې د تندلارۍ او انټرنيټي جنايت په شمول د امنيتي خطرونو پر ضد مقابله دې پياوړې شي.

په راپور کې ويل شوي چې په وروستيو کې اروپايي ټولنې د ترهګرۍ لپاره د پيسو راغونډولو سره د مبارزې، د سرحداتو د امنيت د ساتلو او د غړو هېوادونو ترمنځ د استخباراتي مالوماتو د شريکولو په برخو کې پرمختګ کړی دی، خو لا هم د تندلارۍ او انټرنيټي جنايت په شمول له يو لړ امنيتي ننګونو سره مخامخ ده. نو اروپايي ټولنه بايد اوسنۍ تګلارې او چلندونه تنظيم کړي.

اروپايي ټولنه اوس د لوړ پوړو پوهانو ډلې د جوړولو تر غور لاندې نيسي، چې د تندلارۍ پر مسئلې څېړنه به وکړي او د انټرنيټي امنيت ستراتيژۍ ارزيابي کړي.

د اروپايي ټولنې د کمېټې غړي ديميتريس افراموپولوس چې په عمده توګه د کډوالۍ، کورنۍ او مدني چارې پر غاړه لري، په راپور کې وويل چې د غړيو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا او د معلوماتو تبادله د اروپايي ټولنې د امنيت ساتنې لپاره يوازينۍ لاره ده.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای