د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسن روحاني د جولای په ۲۶مه نيټه څرګنده کړه چې که امريکا پر ايران نوي بنديزونه ولګوي، ايران به د اغېزمنو تدبيرونو په نيولو سره ور ته ځوابونه ورکړي.
د ايران د فارس خبري اژانس د ولسمشر روحاني په قول خبر ورکړ چې ايران به د ملي ګټو د ساتلو په غرض د امريکا نويو بنديزونو ته په ځواب کې لازم تدبيرونه ونيسي.
وړاندې له دې نه، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند قاسمی څرګنده کړه چې د بنديز لګولو په اړه د امريکا لخوا تازه تصويب شوی پرېکړه ليک غير قانوني، ناسم او بې دليله دی. که امريکا پر ايران نوي بنديزونه ولګوي، نو د ايران ذروي مسئلې په اړه د هراړخيز تړون پر پلې کېدو به اغېز وکړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |