CRI Online

د سوداګرۍ نړيوال سازمان غړي د څواړخيز سوداګريز نظام د خوندي کولو غوښتنه کوي.

cri     (GMT+08:00) 2017-07-27 15:03:35
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جولای په ۲۶مه نيټه د روسيې، کانادا، استراليا او مکسيکو په شمول د سوداګرۍ نړيوال سازمان څو غړيو له ټولو غړيو څخه غوښتنه وکړه چې په ګډو کوښښونو سره د سوداګرۍ نړيوال سازمان په استازيتوب د څو اړخيز سوداګريز نظام اغېزمن پرمختګ تامين کړي.

د همدې ورځې په يوه ګډه اعلاميه کې د پرمختللو او پرمختيايي هېوادونو او سيمو په شمول د سوداګرۍ نړيوال سازمان ۴۷ غړيو د ياد سازمان په وړاندې پر يو لړ ننګونو خپلې انديښنې څرګندې کړې.په دغه اعلاميه کې راغلي چې له څو مياشتو راهيسې که څه هم بېلا بېلو غړيود وزيرانو په کچه د سوداګرۍ نړيوال سازمان د راتلونکي دسمبر غونډې په اړه يو له بل سره د نظريو تبادلې کړې، خو لا تر اوسه د منلو وړ سياسي موافقې ته نه دي رسېدلي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای