CRI Online

په ٢٠٢٠ کال کې به د چين د دولتي روغتونونو د ادارې نوی ميکانيزم په بنسټيزه توګه جوړ شي

cri     (GMT+08:00) 2017-07-27 15:41:07

د چين د دولتي شورا دفتر په دې وروستيو ورځو کې د عصري روغتونونو د اداري ميکانيزم د جوړېدو په هکله لارښوونکی سند خپور کړ چې له مخې به يي په ٢٠٢٠ کال کې د چين د دولتي روغتونونو د ادارې نوی ميکانيزم په بنسټيزه توګه جوړ شي.

د چين د روغتيا او د کورني پلان د کميټې مرستيال او د چين د دولتي شورا د طبي اصلاحاتو د دفتر مسئول وانګ هه شنګ د روانې مياشتې په ٢٧مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې د روغتونونو او حکومت ترمنځ د اړيکو ښه پېژندل د عصري روغتونونو د اداري ميکانيزم د جوړونې کليدي برخه ده. خو د دولتي روغتونونو د ښې ادارې د تامين مهم ټکی د هغه ميکانيزم ليری کول دي کوم چې ډاکتران د زياتو درملو له پلورلو څخه ترې ګټې اخلي.

د يوې شمېرنې له مخې د ٢٠١٦ کال تر پايه پورې په چين کې د دولتي روغتونونو شمېر دوولس زره اووه سوه اتو ته رسيدلی چې دغه رقم د روغتونونو د عمومي شمېر په سلو کې څلوېښت برخه نيولې ده،په عين وخت کې په دغو روغتونونو کې د طبي کارکوونکو شمېر پنځه مليونه درې لکه او څلوېښت زره تنو ته رسيدلی او د بسترو شمېر يې څلور لکه او پنځه پنځوس زره و چې په جلا جلا توګه يې په دغو دوو برخو کې د عمومي شمېر په سلو کې اتيا برخه نيولې ده. شونتيا نه شته چې دولتي روغتونونه د چين د طبي خدمتي سيستم يوه عمده برخه ده او د چيني حکومت له خوا د طبي چارو د اصلاحاتو د ژورتيا لپاره عمده جنګي ميدان هم دی.

د ياد سند له مخې دولتي روغتونونه بايد د خلکو د روغتيا په مرکزيت د خلکو ګټو ته ارزښت ور کړي او د بېلا بېلو کچو دولتي روغتونونو ته دې توپيري لارښوونه ور کړي او د دغو روغتونونو اصلاحات او ابتکار دې وهڅوي.

ښاغلي وانګ هه شنګ وويل چې پخوا د دولتي روغتونونو مالکيت او اداري حق په ښه توګه نه و پېژندل شوی،نو د روغتونونو او حکومت ترمنځ د اړيکو ښه پېژندل د عصري روغتونونو د اداري ميکانيزم د جوړونې کليدي برخه ده.هغه وويل (اواز........)د ياد سند له مخې د چين د حکومت له خوا د دولتي روغتونونو د جوړولو دندې څرګندې شوې او په دې برخه کې د حکومتي واکونو ليست هم خپور شوی دی د بېلګي په توګه د دغو روغتونونو د جوړونې او پرمختيا او د اړوندو تګلارو د جوړولو واکونه او داسې نور.دغه راز په دې سند کې د دغو روغتونونو د مقرراتو، پرمختيايي پلان ، سترو پروژو او د بوديجې د سنجش لپاره حکومتي واکونه هم ټاکل شوي دي.

وانګ هه شنګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې دولتي روغتونه بايد تر زياته حده پورې د خوځنده ځواک د راوستلو او د اداري موثريت د لوړوالي تر څنګ د حکومت تر څارنې او نظارت لاندې وي.په دې سند کې دا هم راغلي چې بايد د بېلا بېلو کچو په روغتونونو کې د طبي امنيت او لګښت، د نسخې او د درملو له پلورلو څخه د ډاکترانو د ګټې اخيستنې څارنه پياوړې شي.

د ٢٠١٧ کال د چين د حکومتي کاري راپور له غوښتنې سره سم به د روان کال د سپتمبر تر پايه پورې د چين په ښارونو کې د دولتي روغتونونو عمومی اصلاحات په هر اړخيزه توګه پيل شي.هغه وويل(اواز........)اړوند روغتونونه د زياتو درملو له پلورلو څخه د ډاکترانو د ګټې اخيستنې نظام تر لېرې کولو وروسته بايد طبي خدمتي بيې تنظيمې کړي او معقولې ګټې به ترې تر لاسه کړي ،په عمده توګه دې د جراحي عملياتو په شمول د طبي کارکوونکو خدمتي بيې لوړې کړي،د لويو طبي تجهيزاتو د څارنې بيې به راټيټې کړي او ځانګړې طبي بيې به تنظيمې کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای