CRI Online

بريکس هېوادونو په چين کې د مالياتي همکارۍ لومړی ياددښت لاسليک کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-07-28 10:02:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې بريکس هېوادونو د مالياتي ادارې د مشرانو غونډه چې چين پکې د رئيسه هېواد په توګه ټاکل شوی،د روانې مياشتې په ٢٧مه نېټه په هانګجو ښار کې په برياليتوب سره تر سره شوه.د بريکس پنځو هېوادونو د مالياتو چارو مشرانو په ګډه سره د بريکس هېوادونو ترمنځ د مالياتي همکارۍ ياددښت لاسليک کړ او د لومړي ځل لپاره يې د رسمي سند په خپرولو سره د مالياتو په برخه کې د بريکس هېوادونو ترمنځ همکاريز نظام جوړ کړ او اوس يې په شيا من ښار کې د دغو هېوادونو د مشرانو غونډې د تر سره کېدو لپاره تياری نيولی دی.

د چين د مالياتي ادارې مشر وانګ جون د دې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې دې ته اشاره وکړه چې روان کال د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د دوهمې لسيزې پيل او د دغو هېوادونو ترمنځ د مالياتي همکارۍ پنځم کال دی او په دې برخه کې د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکارۍ نوی پيل هم دی.چين به له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای د بريکس هېوادونو د ګډې اقتصادي سمسورتيا او د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره لازيات خدمتونه وکړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای