د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د سپينې ماڼۍ چارواکي د روانې مياشتې په ٢٧مه نېټه وويل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښايي پر روسيې، ايران او شمالي کوريا د بنديزونو په هکله د امريکا د استازو جرګې له خوا وړاندې شوې لايحه رد کړي تر څو پر روسيې نور جدي بنديزونه ولګوي.
د سينې ماڼۍ د مخابراتو روابطو دفتر مسئول انتوني سکاراموسي په همدې ورځ د امريکا له سي ان ان سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې دا شونتيا هم شته چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ياده لايحه لاسليک کړي.د امريکا د استازو جرګې د روانې مياشتې په ٢٥مه نېټه د ٤١٩ موافقو او ٣ مخالفو رايو په ورکولو سره پر روسيې،ايران او شمالي کوريا د بنديزونو لايحه تصويب کړه. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |