CRI Online

سوريه: شيعه مېشتوکلابندو ولسواليو ته بايد د بشردوستۍ مرسته برابره شي

cri     (GMT+08:00) 2017-07-28 10:24:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې د بهرنيو چارو وزارت د جولای په ۲۷مه نيټه د م م سرمنشي او د امنيت شورا رئيس ته يو پيغام وليږه چې پکې يې غوښتنه کړې چې بايد د شيعه ګانو دوو کلابند شويو ولسواليو ته مرستندويه مالونه برابر شي.

په دې پيغام کې راغلي، د سوريې په ادليب ايالت کې د شيعه ګانو دوه ولسوالۍ کفرايا او فغا له سخت بشري بحران سره مخ دي. څه باندې اوه زره عام وګړي د لس کيلومترو مربع په پراخوالي سيمې کې کلابند دي او کافي خوراک، درمل او د څښک اوبه نه لري.

د سوريې د بهرنيو چارو وزارت له م م څخه غوښتنه وکړه چې سمدلاسه تدبيرونه ونيسي څو چې د دغې ستونزې د لرې کولو لپاره له ځايي وګړيو سره مرسته وشي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای