CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير واسيلي نېبېنزيا د پوتين لخوا په م م کې د دايمي استازي په حيث ټاکل شوی

cri     (GMT+08:00) 2017-07-28 11:03:32

د کرملين د ويبسايټ د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر پوتين د جولای په ۲۷مه نېټه يو فرمان لاسليک کړ چې له مخې يې د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير واسيلي نېبېنزيا په م م کې د دې هېواد د دايمي استازي په حيث ټاکل شوی دی.

د ډېلي روسيې اژانس د خبر له مخې، واسيلي نېبېنزيا په ۱۹۶۲ کال کې زېږدېدلی. په ۱۹۸۳ کال کې د مسکو د نړيوالو اړيکو له ملي انسټيټيوټ څخه فارع شوی او په همدې کال کې يې د روسيې په خارجه وزارت کې کار پيل کړی دی. د ۲۰۱۳ کال په جون کې هغه د خارجه وزارت مرستيال وټاکل شو.

د سږکال د فيبرورۍ په ۲۰ نېټه، په م م کې د روسيې دايمي استازي ويتالي جورکين ناڅاپه سترګې له دې نړۍ څخه پټې کړې. نوموړي له ۲۰۰۵ کال څخه په م م کې د روسيې د دايمي استازي په حيث دنده تر سره کوله.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای