د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران خبري رسنيو د جولای په ۲۷مه نيټه خبر ورکړ چې ايران په همدې ورځ د امام خميني په نوم له نوي فضايي مرکز څخه يو بار وړونکی راکټ وتوغاوه، له دې څخه ښکاري چې دغه نوی فضايي مرکز په کار لوېدلی دی.
د مالوماتو له مخې، ياد راکټ د سيمورغ په نوم دی او ايران پخپله ډيزاين او جوړ کړی دی. دغه راکټ د ۲۵۰ کيلوګرامو په وزن توغندی د ۵۰۰ کيلومترو واټن لرې فضايي پټلۍ ته ليږدولی شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |