CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د شتمنې ټولنې د جوړولو په موخه مهمه وينا وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-07-28 14:55:01

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند نولسمه عمومي غونډه به د سږ کال په دوهمه نيمايي کې تر سره شي. د دغې غونډې له پيل نه مخکې د واليانو او وزيرانو په کچه د عمده چارواکو سمينار په بېجينګ کې تر سره شو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د چين د دولت رئيس او د پوځي مرکزي کميسيون رئيس شي جين پينګ په دغه سمينار کې يوه مهمه وينا وکړه او و يې ويل چې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د ابادولو بهير نوې مرحلې ته ننوتلی دی.

ياد سمينار د جولای له ۲۶مې نېټې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو ټولو دايمي غړيو، د بېلا بېلو ګوندونو د مرکزي کميټو مشرانو او د صنعتي او سوداګريزو چارو د ملي ټولنې مسؤلينو پکې ګډون درلود. د دغه سمينار په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د کمونېست ګوند د مشر له وينا څخه په راتلونکي کې د چين د کمونېست ګوند او د هېواد عمده لايحې څرګندېږي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي ښوونځي پروفيسر دای يان جون وويل،

د چين د کمونېست ګوند د عمومي غونډې له پيل نه مخکې د بېلا بېلو خواوو وړانديزونه او پيشنهادونه راغونډ شوي. نو عمومي منشي يوه مهمه وينا وکړه او د راتلونکې عمومي غونډې په باب يې عمده غوښتنې وړاندې کړې او د ټولنې د بېلا بېلو ساحو وړانديزونه يې هم راغونډ کړي، تر څو په عمومي غونډه کې راپور لا بشپړ شي او په ښکاره توګه د ګوند نيت او اراده څرګنده شي.

عمومي منشي شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې عمومي غونډې له پای ته رسېدو وروسته د چين د ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم د ابادۍ بهير نوې مرحلې ته ننوتلی دی. د چين کمونېست ګوند بايد په دې نسبت چې چين لا هم د ابتدائي سوسياليستي حالات کې دی، د چين د کمونېست ګوند د اساسي تګلارې سره سم د اقتصاد د پياوړتيا تر څنګ د بېلا بېلو ستونزو په ليرې کولو سره د چين ځانګړتيالرونکي سوسياليزم د ابادولو لپاره هڅې وکړي. ښاغلي دای يان جون وويل، 

د نومړي په ياده وينا کې د چين ځانګړتيالرونکي سوسياليزم د ابادۍ په بهير کې تر لاسه شويو برياليتوبونو او تاريخ ته بيا کتنه وکړه. چينايان د چين ځانګړتيالرونکي سوسياليزم سره سم په پښو ولاړ او شتمن شوي، ورپسې به قوی شي. موږ بايد د چين ځانګړتيالرونکي سوسياليزم پر لاره ټينګار وکړو. که څه هم په هره زمانه او مرحله کې نوې مسئلې رامنځته کېږي، خو موږ بايد د نويو مسئلو د حلولو لپاره ازمويښتي قدمونه پورته کړو او د نويو افکارو سره سم نوي تدبيرونه ونيسو.

د پاملرنې وړ ځای دا دی چې عمومي منشي شي جين پينګ په دغه وينا کې دا ياده کړی چې تر ۲۰۲۰م کاله پورې بايد په هره ساحه کې د شتمنې ټولنې د ابادولو موخه او لومړی سل کلنه موخه تر سره شي چې دا له خلکو سره د چين د کمونېست ګوند يوه ژمنه ده. له ۲۰۲۰م کال وروسته به د دوهمې سل کلنې موخې د تر سره کولو لپاره هڅې وشي. له دې خبرې څخه څرګندېږي چې د چين د کمونېست ګوند مشرتابه له ۲۰۲۰م کال وروسته د لا اوږدې مودې لپاره د پلان په طرحه کولو پيل کړی دی.

عمومي منشي شي جين پينګ په خپله وينا کې زياته کړه چې د چين ځانګړتيالرونکي سوسياليزم ابادي بايد د چين د کمونېست ګوند پر لارښوونې ټينګار وکړي، نو د ګوند اداره کول دې په جدي توګه تر سره شي. ښاغلی دای وويل،

موږ بايد د چين کمونېست ګوند له جوړېدو راهيسې د تجربو په راغونډولو سره، په تېره بيا د اتلسمې عمومي غونډې نه وروسته د ګوند د ادارې په ساحه کې د نويو تجربو په ګټلو سره لا علمي، جدي او مؤثر کار وکړو، تر څو د ګوند د ابادولو په بهير کې بېلا بېلې واقعي مسئلې ليرې شي او زموږ ګوند په لا ښه توګه تاريخي دنده او مسؤليت پر غاړه واخلي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای