د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېس د جولای په ۲۷ مه نېټه د خپل وياند له لارې اعلاميه خپره کړه چې پکې د بيت المقدس په زاړه ښارګوټي کې د حالاتو د ښه کېدو په اړه يې هرکلی څرګند کړی دی.
انتوني ګوترېس څرګنده کړې چې، هيله لرم چې بېلا بېلې خواوې خبرې اترې وکړي او د متقابل اعتماد لپاره چاپيريال برابر کړ، هغه به له اړوندو خواوو سره خپلې اړيکې فعالي وساتي.
د جولای په ۱۴ مه نېټه په القدس شريف کې پر دوو اسرائيلي پوليسو بريد وشو او ووژل شول. د دې پېښې نه وروسته د اسرائيلو له خوا په القدس شريف کې د فلز موندنې دروازه ولګول شوه، فلسطنيانو له دې امله لاريون وکړ او د دواړو خواوو تر منځ شخړې رامنځته شوې، په دغو شخړو کې د دواړو خواوو ۱۰ کسان مړ شوي او ۵۰۰ کسان نور تپيان شوي دي.
د جولای په ۲۵ مه نېټه د اسرائيلو کابينې پرېکړه وکړه چې د فلز موندنې دروازه لرې کړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |