د جاپان د دفاع وزيره تومومي انادا د جولای په ۲۸مه نيټه له خپلې دندې څخه د ګوښه کېدو اعلان وکړ. د جاپان لومړي وزير شينرو ابي وويل، د بهرنيو چارو وزير فوميو کسدا به په لنډمهالي توګه د دفاع وزير دنده پر غاړه واخلي.
تومومي انادا په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، هغه به په جنوبي سوډان کې د دفاعي ډلې د پټ ريکارډ پېښې پړه پر غاړه واخلي او شينزو ابي ته يې استعفا وړاندې کړې ده.
د اړوند خبر له مخې، شينزو ابي به د راتلونکي اګيست په لومړۍ لسيزه کې بيا کابينه جوړه کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |