CRI Online

د امريکا سنامجلس پر روسيې، ايران او شمالي کوريا د بنديزونو لګولو پرېکړه تصويب کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-07-28 15:59:19

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا سنامجلس د جولای په ۲۷مه نيټه پر روسيې، ايران او شمالي کوريا د بنديزونو لګولو پرېکړه تصويب کړه. تر دې مخکې دغه پرېکړه د استازو جرګې لخوا تصويب شوې وه او ور پسې به ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته وړاندې شي.

سنامجلس په همدې ورځ په ۹۸ موافقو رايو او دوو مخالفو رايو دغه پرېکړه ليک تصويب کړ. د دې پرېکړه ليک له مخې به امريکا د ۲۰۱۶ کال په خپلو ټولټاکنو کې د روسيې د لاسوهنې او د اوکراين بحران په شمول د لاملونو له امله د روسيې پر نورو اړوندو شخصيتونو او تصديو بنديزونه ولګوي. په عين وخت کې به امريکا د توغندي توغولو له امله پر ايران او شمالي کوريا هم بنديزونه ولګوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای