د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر پوتين د جولای په ۲۷مه نيټه له فنلنډ څخه د ليدنې په وخت کې وويل، د چين او روسيې ترمنځ نظامي همکاري د درېيمې خوا په وړاندی نه ده.
پوتين په همدې ورځ د فنلنډ له ولسمشر ساولي ننيستو سره د دوه اړخيزې همکارۍ، سيمه ييزو اوضاعو او نړيوالو موضوعاتو په هکله خبرې اترې وکړې. ور پسې په يوه خبري ناسته کې د خبريال پوښتنې ته د ځواب کولو په وخت کې پوتين نوموړې څرګندونې وکړې. پوتين وويل، روسيه د اقتصاد، سياست او نظامي چارو په برخو کې له چين سره پراخې همکارۍ کوي، دغه همکارۍ د درېيمې خوا په وړاندې نه دي، يوازې نړۍ ته سوله رسوي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |