CRI Online

د پاکستان سترې محکمې صدراعظم نواز شريف بې واکه اعلان کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-07-28 19:04:37

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د پاکستان سترې محکمې د جولای په ۲۸مه نېټه اعلان وکړ چې صدراعظم نواز شريف په فساد تورن او پريکړه يې وکړه چې د صدراعظم په توګه نور بې واکه دی.

د پاکستان د سترې محکمې د پنځو قاضيانو لخوا جوړ شوې ډلې په همدې ورځ پريکړه وکړه چې د دغه هېواد د څارنې ادارې په رسمي توګه د نواز شريف او د ده دوه زامن، يوه لور او زوم په اړه د پلټنې کارونه پيل کيږي او غوښتنه يې کړې چې په شپږو اونيو کې به اړوندې پلټنې پای ته ورسيږي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای