CRI Online

يو فلسطيني د اسرائيلو د سرتيريو لخوا ووژل شو.

cri     (GMT+08:00) 2017-07-29 15:26:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ شخړې روانې دي. د جولای په ۲۸مه نېټه د اردن سيند په لويديځه غاړه د اسرائيلو سرتيريو يو فلسطيني وواژه. په همدې ورځ د اردن سيند په لويديځه غاړه رام الله ښار کې له اسرائيلو سره د مقابلې په موخه لاريون تر سره شو او پکې فلسطينيانو د اسرائيلو له سرتيرو سره شخړې وشوې.

د اسرائيلو د ځواکونو وياند په ټويټر کې خبر ورکړ چې يو فلسطيني په تورې سره پر اسرائيلو سرتيريو باندې بريد وکړ او د اسرائيلو سرتيريو لخوا ووژل شو. د فلسطين د سرې مياشتې ټولنې خبر ورکړ چې د اسرائيلو سرتيريو د دغې پېښې په ځای کې د دغې ټولنې د مرستندويه عملونو مخه ونيوه. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای