CRI Online

سپيني ماڼۍ: ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په روسيې، ايران او شمالي کوريا باندې د بنديز لګولو قانوني مسوده لاسليک کړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-07-29 15:39:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا سپيني ماڼۍ د جولای په اته ويشتمه نېټه وويل، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په روسيې، ايران او شمالي کوريا باندې د بنديز لګولو قانوني مسوده لاسليک کړي، کوم چې مخکې تر دې د کابيني لخوا تصويب شوې ده.

سپيني ماڼۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې ټرمپ د دغې مسودې له لوستلو نه وروسته له کابينې سره د کليدي محتوياتو په باب سلامشوره وکړه. ټرمپ وروستۍ مسوده لوستلی او رضايت يې څرګند کړ. هغه به دغه مسوده لاسليک کړي.

د معلوماتو له مخې، د امريکا عوامو مجلس او د مشرانو جرګې مخکې تر دې د رايګرۍ له لارې دغه مسوده تصويب کړې وه. د دغې مسودې له مخې به امريکا په ۲۰۱۶م کال کې د امريکا په ولسمشريزو ټولټاکنو کې د لاسوهنې او د اوکراين د بحران په پلمه د روسيې پر ځينو شخصيتونو او ډلو باندې اقتصادي بنديزونه ولګوي او د باليستيک توغنديو د توغولو له امله به پر ايران او شمالي کوريا باندې نوي بنديزونه ولګوي.

بر سېره پردې، د دغې مسودې له مخې کابينه د امريکا د ولسمشر په هغه واک قيودات کولای شي چې په روسيې باندې بنديزونه ليرې کول غواړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای