د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاؤروف او د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس تيلرسون د جولای په ۲۸مه نېټه تلېفوني خبرې وکړې چې د امريکا د بنديزونو په اړه د روسيې د ځواب په هکله يې د نظريو تبادله وکړه.لاؤروف هيله څرګنده کړه چې امريکا به د خپلې تګلارې له امله رامنځته شوې ناوړې نتيجې ته پاملرنه وکړي.
لاؤروف وويل چې روسيه له امريکا سره د اړيکو د عادي کېدو نيت لاهم لري او غواړي له امريکا سره د سترو نړيوالو مسئلو په اړه همکاري وکړي،خو دا بايد د مساوات،درناوي او د ګټو د برابرولو پر بنسټ روانې شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |