CRI Online

د چين د ولسي ازادۍ بښونکې اردو د جوړېدو د نويمې کاليزې د لمانځنې هنري ننداره په بېجينګ کې تر سره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2017-07-29 17:16:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ولسي ازادۍ بښونکې اردو د جوړېدو د نويمې کاليزې د لمانځنې هنري ننداره چې عنوان يې دی د ګوند د بيرغ تر لاښوونې لاندې دی، د جولای د اته ويشتمې نېټې په شپه په بېجينګ کې د خلکو په لوي تالار کې تر سره شوه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د چين د دولت رئيس او د پوځي مرکزي کمسيون رئيس شي جين پينګ، لي که چيانګ، جانګ ده جيانګ، يو جنګ شنګ، ليو يون شان، وانګ چي شان او جانګ ګاو لي په شمول د ګوند او هېواد مشرانو او د پلازمينې بېجينګ د بېلا بېلو ساحو څه باندې درې زره تنو استازو دغه ننداره وکتله.

دغې نندارې په څلورو برخو ويشل شوې او ورڅخه د ګوند د بيرغ تر لاښوونې لاندې د چين ولسي اردو له کوچني او کمزوري قوت څخه قوي قوت ته د انکشاف کولو او د برياليتوب د موندلو په اړه ځلانده تاريخ څرګندېږي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای