د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان واکمن ګوند مسلم ليګ ن د جولای په ۲۹مه نېټه خبر ورکړ چې د نوي صدراعظم په توګه يې شهباز شريف کانديد کړی دی او د دندې د سمبالولو تر مهاله د نفتو او طبيعي زيرمو پخوانی وزير شاهد خاقان عباسي به لنډ مهالی صدراعظم وي.
د پاکستان پخواني صدراعظم نواز شريف په همدې ورځ په اسلام اباد کې د مسلم ليګ ن د يوې عالي رتبه غونډې له پای ته رسېدو نه وروسته دغې څرګندونې وکړې.
د پاکستان د قانون سره سم، د صدراعظم نوماند بايد د پارلمان غړی وي، نو شهباز شريف بايد لومړی د پارلمان غړيتوب واخلي او بيا د صدراعظم په توګه وټاکل شي. د لنډ مهالي صدراعظم شاهد خاقان عباسي د مامور وخت به ۴۵ ورځې وي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |