د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د خبري رسنيو د جولای په ۲۹مه نېټه خبر ورکړ چې د نيميتز په نامه د امريکا د الوتکه وړونکې بيړۍ او يوه بله جنګي بيړۍ د جولای د ۲۸مې نېټې په ماسپښين په فارس خليج کې د ايران د اسلامي انقلابي ګارد يوې ګزمې جنګي بيړۍ ته نژدې شوې وه.
د ايران جنګي بيړۍ د امريکا د بيړيو ډلې د عمل پلټنه او څارنه وکړه. امريکايي بيړيو د اشارې او خبردارې کارتوس له ويشتلو نه وروسته له دغې سيمې څخه ووتله او د ايران جنګي بيړۍ په مداومه توګه ګزمه وکړه. د ايران اسلامي انقلابي ګارد ويلي چې د امريکا دغه عمل لمسوونکی ګڼل کېږي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |