CRI Online

شي جين پينګ: د چين پوځ باور او توان لري چې ټولو دښمنانو ته ماتې ورکړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-07-30 14:49:55

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د پوځي مرکزي کمېسيون رئيس شي جين پينګ د جولای په ۳۰مه نېټه د جو ژي هه په مرکز کې له عسکري رسم ګذشت څخه له کتنې نه وروسته يوه مهمه وينا وکړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې د چين پوځ بارو او توان لري چې ټولو دښمنانو ته ماتې ورکړي، د هېواد د حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټې وساتي او د نړيوالې سولې د ساتلو لپاره زيات خدمتونه وکړي.

د سږ کال د اګست لومړۍ نېټه د چين د ولسي ازادۍ بښونکي اردو د جوړېدو له نويمې کاليزې سره برابره ده.دا په ۱۹۴۹م کال کې د چين د ولسي جمهوريت له جوړېدو نه وروسته لومړی ځل دی چې د اردو د جوړېدو په مناسبت عسکري رسم ګذشت تر سره کېږي، او د چين د ملي دفاعي چارو او د پوځي اصلاحاتو له پلې کېدو نه وروسته لومړی رسم ګذشت هم دی.

رئيس شي جين پينګ وويل، چې اوس په نړۍ کې سولې ته نه دې رسېدلی، نو موږ بايد د سولې د ساتلو لپاره هڅې وکړو. نن ورځ د پخوانۍ زمانې په پرتله موږ لا قوي پوځونو ته هم اړتيا لرو او موږ بايد په نړۍ کې د ډېر عصري او قوي پوځ په توګه د چين د ولسي اردو د ابادۍ لپاره هڅې وکړو. هغه له ټولو ځواکونو څخه غوښتنه وکړه چې د چين کمونېست ګوند لخوا د ځواکونو د لارښوونې پر نظام ټينګار وکړي، خلکو ته د خدمت کولو په موخه جنګي توان لوړ کړي. د دې ترڅنګ چيني اردو بايد د سياست پر بنسټ د ځواکونو د ابادۍ، د اصلاحاتو په رڼا کې د ځواکونو د قوي کولو، د ساينس او تخنيک په وسيله د جنګي توان د لوړتيا، د قانون سره سم د ځواکونو د ادارې لپاره هڅې وکړي، تر څو ملي دفاعي سويه لوړه او پوځونه عصري شي.

د چين د ملي دفاع وزارت وياند په همدې ورځ خبر ورکړ چې د اړوندو ځواکونو جنګي روزنه د کلني پلان له مخې ځای پر ځای شوې ده او د چين په شاوخوا سيمه کې په اوضاعو پورې اړه نه لري.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای