CRI Online

د چين د ولسي ازادۍ بښونکي اردو د جوړېدو د نويمې کاليزې د لمانځنې لپاره عسکري رسم ګذشت تر سره شو.

cri     (GMT+08:00) 2017-07-30 15:50:12

د سږ کال د اګست لومړۍ نېټه د چين د ولسي ازادۍ بښونکي اردو د جوړېدو له نويمې کاليزې سره برابره ده. چين د جولای د دېرشمې نېټې په سهار د جو ژي هه په مرکز کې د جنګي چاپيريال په مناسبت عسکري رسم ګذشت تر سره کړ. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د پوځي مرکزي کمېسيون رئيس شي جين پينګ د قطاعاتو د احترام مراسمو معاينه وکړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې د چين پوځ باور او توان لري چې ټولو دښمنانو ته ماتې ورکړي او د هېواد د حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټې وساتي.

دا په ۱۹۴۹م کال کې د چين د ولسي جمهوريت له جوړېدو نه وروسته لومړی ځل دی چې د اردو د جوړېدو په مناسبت عسکري رسم ګذشت تر سره کېږي، او د چين د ملي دفاعي چارو او د پوځي اصلاحاتو له پلې کېدو نه وروسته لومړی رسم ګذشت هم دی. جو ژي هه مرکز په اسيا کې د پوځي روزنې ډېر لوی او عصري مرکز دی. څه باندې دوولس زرو تنو سرتيريو او افسرانو په دغه رسم ګذشت کې ګډون درلود، له شپږو سوو نه زيات ډول ډول وسلې او تجهيزات او له سلو نه زياتې الوتکې پکې ښودل شوې دي.

د چين د ملي دفاع وزارت وياند خبر ورکړ چې دغه رسم ګذشت د نوی نظام په چوکاټ کې د چين د بېلا بېلو جنګي سيمو د جنګي توان په اړه مهمه ازموينه ده. له دغه رسم ګذشت څخه د نوي ډول او عصري عسکرو جنګي توان، د مخابراتي کېدو په بهير کې د بېلا بېلو ډولونو ځواکونو ترمنځ د همکاريو سويې او د چين د پوځونو پيمانه، جوړښت او جنګي توان څرګندېږي. د احترام مراسم له پای ته رسېدو نه وروسته د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د پوځي مرکزي کمېسيون رئيس شي جين پينګ يوه مهمه وينا وکړه. هغه په تېرو نوي کلونو کې د چين د ولسي ازادۍ بښونکي اردو د ځلانده تاريخ او برياليتوبونو ته بيا کتنه وکړه او د نويو حالاتو په وړاندې د پوځ د قوي کولو فرمان يې ورکړ. ده وويل،

سوله د خلکو ګټه ده او د سولې ساتل د پوځونو دنده ده. اوس په نړۍ کې سوله نه ده رسېدلې، نو موږ بايد د سولې د ساتلو لپاره هڅې وکړو. نن ورځ د پخوانۍ زمانې په پرتله موږ د چيني ملت د بياسمسورتيا په اړه خپلې موخې ته لا نژدې يو، نو موږ د پخوا په پرتله لا قوي پوځونو ته هم اړتيا لرو. موږ بايد د پوځونو د قوي کېدو په اړه د ګوند افکار پلې کړو، بايد د پوځونو د قوي کېدو په موخه د چين پر ځانګړتيالرونکې لاره ټينګار وکړو، بايد د نويو اوضاعو په وړاندې د پوځونو د قوي کېدو د موخې د تر سره کولو لپاره هڅې وکړو، تر څو په نړۍ کې د ډېر قوي پوځ په توګه زموږ ولسي اردو اباده شي.

نوموړي له ټولو ځواکونو څخه غوښتنه وکړه چې د چين کمونېست ګوند لخوا د ځواکونو د لارښوونې پر نظام ټينګار وکړي، خلکو ته د خدمت کولو په موخه جنګي توان لوړ کړي. د دې ترڅنګ چيني اردو بايد د سياست پر بنسټ د ځواکونو د ابادۍ، د اصلاحاتو په رڼا کې د ځواکونو د قوي کولو، د ساينس او تخنيک په وسيله د جنګي توان د لوړتيا، د قانون سره سم د ځواکونو د ادارې لپاره هڅې وکړي، تر څو ملي دفاعي سويه لوړه او پوځونه عصري شي. ده وويل،

باور لرم او زموږ اردو باور او توان لري چې ټولو دښمنانو ته ماتې ورکړي، زموږ اردو اعتبار او توان لري چې د هېواد د حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټې وساتي. زموږ اردو اعتماد او توان لري چې د پوځونو د قوي کېدو نوې پاڼه پرانيزي، تر څو د دوو سل کلنو موخو د پلې کولو، د چيني ملت د بياسمسورتيا په اړه د چيني خوب او ارمان د تر سره کولو او د نړيوالې سولې د ساتلو لپاره خدمتونه وکړي.

د رئيس شي د وينا په پای کې ګډون کوونکو تودې او اوږدې چکچکې وکړې.

د چين د ملي دفاع وزارت وياند په همدې ورځ خبر ورکړ چې د اړوندو ځواکونو جنګي روزنه د کلني پلان له مخې ځای پر ځای شوې ده او د چين په شاوخوا سيمه کې په اوضاعو پورې اړه نه لري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای