CRI Online

سوريه له م م څخه د امريکا په مشرۍ د نړيوال ائتلاف د منحلولو غوښتنه کوي.

cri     (GMT+08:00) 2017-07-31 08:24:08
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې د بهرنيو چارو وزارت د جولای په ۳۰مه نيټه د م م د سرمنشي او د امنيت شورا رئيس په عنوان يو پيغام واستاوه چې پکې يې سوريايانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتلو له امله د امريکا په مشرۍ پر نړيوال ائتلاف سخته نيوکه او د دغه ائتلاف د منحلولو غوښتنه يې وکړه.

په دغه پيغام کې راغلي چې نړيوال ائتلاف له جوړېدو راهيسې کله کله پر سوريې هوايي بمبارۍ کوي. يوازې په جولای مياشت کې يې د سوريې پر ختيځ او شمال ختيځ دوو ولايتونو د ۷ ځلو لپاره هوايي بريدونه وکړل چې د ښځو او ماشومانو په شمول د زياتو ولسي وګړيو د مرګ ژوبلې سبب ګرځېدلي دي.

د ۲۰۱۴ کال په سپتمبر مياشت کې د امريکا په شمول څو هېوادونو په سوريه او عراق کې د داعش له اورپکو سره د مبارزې لپاره ياد ائتلاف جوړ کړی دی. د سوريې حکومت په دې اند دی چې دغه ائتلاف د م م د امنيت شورا صلاحيت نه دی تر لاسه کړی او زيات شمېر سوريايان د دغه ائتلاف د هوايي بريدونو له امله وژل شوي دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای