د سین هوا اژانس دخبر له مخې د جولای میاشتې د ۳۰ نیټې په سهار د چین د ازادۍ بښونکي پوځ د جوړیدو د ۹۰ مې کالیزې په مناسبت د پوځي رسم ګذشت په مهال د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي، د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیټې رئیس شي جین پینګ په نویو حالاتو کې د پوځ د ټینګیدو حکم صادر کړ چې د اتلانو ولسي پوځ د نړۍ په لومړی کچه پوځ جوړ کړي.
یاد پوځي رسم ګذشت په ډاګ کې لومړی پوځي رسم ګذشت و چې شي جین پینګ د میداني عملیاتو په شرایطو سره وڅاره او د چین پوځ له جامع او انقلابي اصلاحاتو وروسته یوه نوی ښوونه هم وه. په جوژي هه ازمویښتي مرکز کې ۱۲ زره تنه عسکرو او افسرانو په یاد پوځي رسم ګذشت کې ګډون کړی دی.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |