CRI Online

پوټين: په روسيه کې د امريکا ديپلوماتيکو ارګانونو کې د کارکوونکو شمېر بايد ۷۵۵ تنه کم شي.

cri     (GMT+08:00) 2017-07-31 08:41:22
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ټلويزيون د مطبوعاتي چينل ويبپاڼې د جولای په ۳۰مه نيټه له پوټين سره يوه مرکه خپره کړه. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين په دې مرکه کې څرګنده کړه چې په روسيه کې د امريکا ميشتو ديپلوماتيکو ارګانونو کې د کارکوونکو شمېر بايد ۷۵۵ تنه کم شي څو چې په يو بل هېواد کې د روسيې او امريکا په ديپلوماتيکو ارګانونو کې د کارکوونکو شمېر يو له بل سره برابر شي.

پوټين وويل چې ۷۵۵ امريکايي ديپلوماتان يا تخنيکي کارکوونکي بايد له روسيې څخه ووځي څو چې په يو بل هېواد کې د روسيې او امريکا په ديپلوماتيکو ارګانونو کې د کارکوونکو شمېر دواړه ۴۵۵ تنو ته کم شي.

هغه زياته کړه چې د امريکا په مقابل کې روسيه زيات تدبيرونه نيولای شي، خو د ده په اند د اوس لپاره نور تدبيرونه دې نه نيول کېږي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای