د ليبيا د ځايي خبري رسنيو د خبر له مخې، د جولای په دېرشمه نېټه، افراطي وسله والو د ليبيا په ختيځ د دېرنا په ښار کې د مشهور غير مذهبی شخصيت حليفه حتفر په مشرۍ د ملي پوځ پر درېيو پوستو بريد وکړ چې له امله يې پنځه سرتيري ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.
د دې تر څنګ، د دغه پوځ وياند د دې خبر پخلی وکړ چې د روانې مياشتې په نهه ويشتمه نېټه، د دوی يوه الوتکه په دېرنا کې پر افراطي وسله والو د بريد په وخت کې وغورځېده چې له امله يې يو تن ووژل شو يو تن ټپي شو. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |