CRI Online

د سعودي عربستان په شمول ۴ هېوادونو ويلې چې قطر دې د دوی ۱۳ غوښتنې پوره کړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-07-31 10:29:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سعودي عربستان، مصر،عربي متحده اماراتو او بحرين د جولای په ۳۰ مه نېټه يوه اعلاميه خپره کړه چې، قطر دې د دوی ۱۳ غوښتنې پوره کړي نو بيا دغه څلور هېوادونه به له دې سره خبرې اترې وکړي.

په همدې ورځ د څلورو هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو په بحرين کې بيا د سلا مشورې او همغږۍ غونډه جوړه کړه او ورپسې يې اعلاميه کې وويل چې د څلورو هېوادونو د قطر په وړاندې يو دريځ نيولی دی. قطر بايد د دوی ۱۳ غوښتنې پوره کړي نو بيا څلور هېوادونه به ور سره خبرې اترې وکړي.

تر دې غونډې نه وروسته په ګډه خبري ناسته کې د بحرين د بهرنيو چارو وزير خالد بن احمد بن محمد الخليفه په دې ټينګار وکړ چې، څلورو هېوادونو قطر ته د تروريسزم له ملاتړ څخه د لاس اخيستلو په هکله غوښتنه او له دې امله پر قطر باندې بنديز لګول د نړيوال قانون سره سمون خوري او پر دې دريځ ټينګار کوي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای