CRI Online

جان نايسبيټ : د يو کمربند او يوې لارې ابادول د نړيوال کېدو بهير بيا رغوي

cri     (GMT+08:00) 2017-07-31 10:46:22

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايندې په باب مشهور کارپوه جان نايسبيټ په دې وروستيو کې د چين د اقتصاد ورځپاڼې سره په يوه مرکه کې ويلي، د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو وړانديز نه يوارې د څو مرکز لرونکي نړيوال نظم مهم رکن دی، بلکې د جبالوژيکی سياست او دولتی حالاتو د ثبات مهم قوت دی. دغه پلان به د نړيوال کېدو بهير بيا ورغوي.

نوموړي وويل، د چين لخوا وړاندې شوی د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو وړانديز د بېلا بېلو خواوو تر منځ د تماس نيولو نوې لاره خلاصوي، د بېلا بېلو خواوو ګټې پوره کوي او د نويو تأسيساتو د جوړولو او د نويو تجارتي لارو د پيدا کولو پر بنسټ د نړيوالو اړيکو نوی ميزان جوړوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای