د امريکا د ملي دفاع وزارت د جولای په ۳۰مه نېټه يوه مطبوعاتي اعلاميه خپره کړه او پکې يې وويل چې د امريکا پوځ په همدې ورځ کې د THAAD يعنی ساد په نامه د توغندۍ ضد پر سيستم ازموينه بريالۍ شوه چې په الاسکا کې ځای پر ځای کېږي.
په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د امريکا هوايي قوه په همدې ورځ د سي ۱۷ په ډول يوې باروړونکې الوتکې څخه پر آرام سمندر باندې د منځني واټن بالستيک يو توغندی وتوغولو. د الاسکا په کودياک ټاپو کې ميشت ساد سيستم ياد توغندی پيدا کړ او هدف ته د رسېدو مخه يې ونيوه.
په دې اعلاميه کې همدارنګه ويل شوي چې د دې ازموينې هدف د ساد سيستم د توغندي پر ضد د الوتنې معلومات راټولول دي تر څو د سيستم کاپي توان پياوړی کړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |