د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين او آسيان د تعليمي تبادلې د لسمې اوونۍ په نوم فغاليت د جولای په اته ويشتمه نېټه د چين په ګوی يانګ ښار کې پېل شو، د چين د صدراعظم مرستيالې ليو يان دونګ په دې فعاليت کې ګډون او وينا يې وکړه.
هغې وويل، چين تل له آسيان سره اړيکو ته لومړيتوب ورکوي. د چين او آسيان تر منځ اړيکې د پرمختګ له بهير څخه پوخ بهير ته د تللو په حال کې دي. دواړه خواوې به خپلمنځي ستراتيژيکو اړيکو ته پام وکړي، يو له بل سره به کولتوري تګ راتګ پياوړی کړي، په هره برخه کې به د همکارۍ لارې چارې پراخې کړي او د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو په چوکاټ کې به د پرمختګ اړوند پاليسۍ يو ځای کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |