CRI Online

د هند د دارجيلينګ (Darjeeling) سيمې شخړې د روانېدو په حال کې دي

cri     (GMT+08:00) 2017-07-31 15:44:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په دې وروستيو کې د هند د دارجيلينګ (Darjeeling) سيمې شخړې د روانېدو په حال کې دي، د اعتصاب او شخړې د بندېدو حال نه دی رامنځته شوی. د ګورخا وګړي چې د يوه خپلواک ايالت د جوړولو غوښتنه لري، په تيرو دوو ورځو کې له پوليسو سره زورزياتي شخړې تر سره کړې چې له امله يې لږ تر لږه شپږ پوليس او څو لاريون کوونکي ټپيان شوي.

د ګورخايانو د خپلواکو غورځنګونو سازمان GJM د جولای په نهه ويشتمه نېټه د دارجيلينګ په عمومي مقرر کې بيړنۍ غونډه جوړه کړه او حکومت ته يې يو ضربالجل وسپاره چې له مخې يې که حکومت د اګيست له اتمې نېټې مخکې د ګورخايانو په اوسېدونکو سيمو کې د يوه خپلواک ايالت د جوړولو غوښتنه و نه مني، شخړې به لا سختې شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای