CRI Online

شهباز شريف د پاکستان د نوي صدراعظم په توګه کانديد شو

cri     (GMT+08:00) 2017-07-31 16:43:10

د پاکستان واکمن ګوند مسلم ليګ (نواز) د جولای په ۲۹مه نېټه اعلان وکړ چې د پنجاب ايالت لومړی وزير شهباز شريف د هېواد د نوي صدراعظم په توګه کانديد کړی دی، د نفتو او طبيعي سرچينو زيرمو پخوانی وزير شاهد خاقان عباسي د لنډ مهالي صدراعظم په حيث ټاکل شوی دی.

د پاکستان پخواني صدراعظم نواز شريف د جولای په ۲۹مه نېټه په اسلام اباد کې د مسلم ليګ د جګ پوړې غونډې مشري وکړه او له غونډې وروسته يې ياده پريکړه وکړه. د غونډې د پريکړې سره سم، له دې مخکې چې د صدراعظم په توګه د شهباز شريف ټاکنه د پارلمان له خوا تصويب شي، شاهد خاقان عباسي د لنډ مهالي صدراعظم دنده پر غاړه لري. د پاکستان د خبري رسنيو د خبر له مخې، د لنډ مهالي صدراعظم په توګه د عباسي د ماموريت موده به يوازې تر ۴۵ ورځو پورې وي، او په دې ترڅ کې به د شهباز د ټاکنې تشريفات بشپړ شي.

۶۶ کلن شهباز شريف د پخواني صدراعظم شريف کشر ورور او د پنجاب ايالت لومړی وزير دی، غني سياسي تجربې لري. د څېړونکو په اند ځکه چې مسلم ليګ (نواز) په پارلمان کې زياتره څوکۍ لري او د واکمن اتحاد د نورو ګوندونو ملاتړ خپلوي، نو د صدراعظم په توګه د شهباز د ټاکنې په وړاندې ستونزه نشته.

د پاکستان سترې محکمې د جولای په ۲۸مه نېټه د شريف کورنۍ د فساد قضيې په اړه حکم وکړ او د صدراعظم نواز شريف د ماموريت وړتوب د منسوخولو پريکړه يې وکړه. ورپسې شريف له خپلې دندې څخه استعفا ورکړه. سترې محکمې هم پريکړه وکړه چې د دغه هېواد د څارنې اداره به په رسمي توګه د نواز شريف او د ده د دوو زامنو، لور او زوم په اړه د پلټنې کارونه پيل کړي او په شپږو اونيو کې به اړوندې پلټنې تر سره کړي. په همدې ورځ د ماليې وزير اسحق دار او د پارلمان غړي سفدار يعنې د شريف زوم هم بې واکه شول.

د پاکستان سترې محکمې وويل، چې د شريف کورنۍ له خوا وړاندې شوې شتمني له تاييد شويو قانوني عايداتو څخه ډېره زياته ده، نو د اساسي قانون سره سم هغه د باور وړ نه دی. سترې محکمې د انتخاباتو له ملي کميټې څخه غوښتنه وکړه چې د پارلمان د غړي په توګه د نواز شريف د صلاحيت د لغوه کولو اعلاميه خپره کړي، او د پاکستان ولسمشر ته يې وړانديز وکړ چې د نوي صدراعظم د ټاکنو کارونه دې پيل کړي.

د دې نتيجې په وړاندې د مسلم ليګ (نواز) د غړي عابد شير علي په قول دغه حکم غير عادلانه دی، خو دغه ګوند مقابل پلان جوړ کړی دی.

(( دې نتيجې ته چمتو شوی يو، زموږ لپاره لويه پېښه نه ده. زموږ ګوند به په ټولټاکنو کې سيالۍ ته دوام ورکړي. ))

د جولای په ۲۹مه نېټه د شريف ملاتړ کوونکو په اسلام اباد کې لاريون وکړ. د رجا عارف په نوم ملاتړ کوونکي وويل،

(( د څو مليونو روپۍ له امله وړاندې شوی دغه حکم د نواز شريف لپاره ډيره لويه بې عدالتي ده، يو سلو اتيا مليونه پاکستانيان له نواز شريف سره ولاړ دي، موږ به د ده لپاره خپلې وينې او ژوند ورکړو. ))

د مخالفو ګوندونو غړو د دغه حکم هرکلی وکړ او و يې ويل چې دا د قضايي چارو بريالتوب دی. په پارلمان کې د لومړي لوی مخالف ګوند يعنې د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان وويل،

(( نن ورځ د پاکستان لپاره خوښ يم. په لومړي ځل مې دا کتلې چې يو جګ پوړی او واکمن صدراعظم کوم چې د تېرو دېرشو کلونو راهيسې د هېواد د زياتو څانګو د کنترول حق لري، ماموريت يې د سترې محکمې له خوا منسوخ شوی. ټول پاکستانيان بايد د دې حکم نمانځنه وکړي، ځکه اوس هيله خپلوو. په لومړي ځل هيله لرو چې د نورو هېوادونو په شان پرمختګ کولی شي. يو واکمن وګړی د قانون له خوا ماتې خوړلې. دا د ما او نواز شريف ترمنځ شخصي مسئله نه ده، دا د پاکستان له راتلونکې سره اړه لري. ))

د جولای د ۳۰مې نېټې په شپه د تحريک انصاف ګوند د مشر عمران خان په غوښتنه، شاو خوا شل زرو تنو په اسلام اباد کې د شريف د بې واکه کولو په مناسبت د نمانځنې فعاليت تر سره کړ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای