CRI Online

امريکا د وينزويلا پر ولسمشر مادورو د بنديز لګولو اعلان وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-01 09:06:08

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ماليې وزارت د جولای په ۳۱مه نيټه د وينزويلا پر ولسمشر مادورو د بنديز لګولو اعلان وکړ.

د امريکا د ماليې وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه چې دوی د بهرنيو سرمايو د څارنې دفتر په بنديز لګوونکی ليست کې د مادورو نوم شامل کړی دی. له دې امله به په امريکا کې د مادورو سرمايې کنګل شي او ور سره د معاملو په اړه به امريکايانو ته اجازه ور نه کړي شي.

د امريکا د ماليې وزير منوچين څرګنده کړه چې په وينزويلا کې د اساسي قانون کمېټې ټاکنې په غير قانوني توګه تر سره شوې او امريکا ښايي د ټاکنو له لارې د يادې کمېټې پر ټاکل شوی هر غړي بنديز ولګوي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای