CRI Online

داعش په کابل کې د عراق پر سفارت بريد وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-01 09:07:53

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د جولای په ۳۱مه نيټه د يوې خبرپانې په خپرولو سره څرګنده کړه: اورپکو په همدې ورځ په دغه هېواد کې د عراق پر سفارت بريد وکړ چې له امله يې لږ تر لږه يو تن پوليس ټپي شوی دی.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې بريد پر ځايي وخت د سهار په ۱۱ بجو او ۱۰ دقيقو وشو. يو ځانمرګي بريدګر د سفارت د دروازې په نژدې ځای کې پر خپل ځان پورې تړلي چاوېدونکي توکي وچاوول، بيا نور ۳ تنو پر سفارت په حملې پيل او له امنيتي کارکوونکو سره يې سختې نښتې وکړې.

دغو نښتو کابو د ۴ ساعتونو لپاره دوام درلود او ۳ تنه بريدګر ټول وژل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت د سفارت کارکوونکو ته د مرګ ژوبلې په هکله معلومات نه دي ورکړي. وروسته داعش د دغه بريد پړه پر غاړه واخيستله.

( سپوږمۍ)


1  2  3  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای