د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اګست په ۵مه نيټه به د ايران اوسنی ولسمشر حسن روحاني د دغه هېواد په پارلمان کې د خپل ماموريت دوهمې دورې د لوړې مراسم تر سره کړي. له دې امله چې د روان کال په جون مياشت کې پر پارلمان د داعش بريد شوی، نو ايران د دغو مراسمو د امنيت ساتلو ته په ډېره درنه سترګه ګوري.
د ايران د تسنيم خبري اژانس په قول د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت يو معين د جولای په ۳۱مه نيټه څرګنده کړې چې ياد وزارت د يادو مراسمو امنيتي کچه لوړه کړې ده.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |