CRI Online

د چين د دفاع وزارت د خلکو ازادي بښونکي پوځ د جوړېدو د ۹۰مې کليزې د نمانځنې په خاطر يوه ستره مېلمستيا جوړه کړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-01 09:28:57

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د خلکو جمهوريت د دفاع وزارت د جولای په ۳۱مه نيټه د خلکو ازادي بښونکي پوځ د جوړېدو د ۹۰مې کليزې د نمانځنې په خاطر د خلکو په لوی تالار کې يوه ستره مېلمستيا جوړه کړه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر ښاغلي شي جين پينګ، صدر اعظم لي که چيانګ، جانګ ده جيانګ، يو جنګ شنګ، ليو يون شان، وانګ چي شان او جانګ ګاو لي په شمول د چين ګوندي او دولتي مشرانو په دغه مېلمستيا کې ګډون وکړ.

د دې مېلمستيا په پيل کې د چين د مرکزي پوځي کمېټې غړي، د دولتي شورا غړي او د دفاع وزير چانګ وان چيوان د خپلې وينا په ترڅ کې څرګنده کړه چې د چين کمونېست ګوند او د ګوند تر مشرۍ لاندې د خلکو ازادي بښونکي پوځ د چين د انقلاب، ابادۍ او اصلاحاتو لپاره ستر او تلپاتې خدمتونه تر سره کړي دي. له وروستيو ۹۰ کلونو راهيسې د سولې او عدالت ساتنې په اړه د خلکو پوځ بڼه هېڅکله نه ده بدل شوې.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای