د هند حکومت چارواکي د جولای میاشتې په ۳۱ مه نیټه وویل چې د دغه هیواد په ختیځ کې په همدغه ورځ ۱۱ تنه وګړي د آسماني تندر له امله وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د اودیشا ایالت د مصیبتونو د مخنیوي ادارې یو مامور ویلي چې مړه شوي کسان بزګران وو چې په خپلو کارونو بوخت یا تر ونو لاندی ولاړ وو.
اوس په هند کې د باران فصل دی او په ځینو سیمو کې سخت سیلابونه رامنځته شوي دي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |