د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د خلکو ازادي بښونکي پوځ د جوړېدو د ۹۰مې کليزې د نمانځنې ستره غونډه د اګست د ۱مې نيټې په سهار په بېجينګ کې د خلکو لوی تالار کې پرانيستل شوه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر ښاغلی شي جين پينګ په دغه غونډه کې حاضر و او يوه مهمه وينا يې وکړه.
د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون د سياسي بيورو دايمي کمېټې ۷ غړيو، په بېجينګ کې ميشتو ګوندي او دولتي مشرانو او د بېلا بېلو ټولنو استازيو په شمول کابو ۳۰۰۰ تنو په دغه غونډه کې ګډون وکړ.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |