CRI Online

چين د فلسطين مسئلې د حل لپاره سازنده رول لوبولی دی

cri     (GMT+08:00) 2017-08-01 10:28:27

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ليو جيې يي د جولای په ۳۱مه نيټه په نيويارک کې وويل، چين د امنيت شورا د رئيسه هېواد په توګه د فلسطين مسئلې د حل لپاره رغنده رول لوبولی دی.

چين د روانې مياشتې د امنيت شورا د رئيسه هېواد دنده پر غاړه واخيستله. ليو جيې يي په همدې ورځ په نيويارک کې يوه خبري ناسته کې د دې مياشتې د امنيت شورا کارونه راغونډ کړي او و يې ويل په دې وروستيو ورځو کې د بيت المقدس اوضاع په پر له پسې توګه ترينګلې شوې. چين د امنيت شورا د رئيس په توګه د وضعيت د ارامتيا په خاطر کوښښونه ترسره کړي دي. امنيت شورا په روانه مياشت کې د فلسطين مسئلې په هکله يوه خلاصه غونډه جوړه کړه، اړوندو خواوو هيله څرګنده کړه چې فلسطين او اسراييل سړه سينه وساتي او وضعيت دې ارام کړي. برسيره پر دې، امنيت شورا اړوندې ښکېلې خواوې هڅولې چې له فلسطين او اسراييلو سره چارې همغږې کړي او برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای