د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د لبنان جنګي الوتکې د جولای په ۳۱مه نيټه د داعش ډلې پر څو اډو بمبارۍ وکړې.
د لبنان خبري اژانس خبر ورکړ، د لبنان يوې جنګي الوتکې په همدې ورځ د راسبليک او الکا په شاوخوا کې د داعش د څو اډو په موخه پنځه توغندي توغولي او له امله يې د دې تندلاري سازمان اورپکو ته مرګژوبله اړولې ده.
د خبر له مخې، د لبنان پوځ په همدې ورځ د درنو توپونو په وسيله د داعش پر اډو بريدونه وکړل.
په دې وروستيو ورځو کې د لبنان پوځ په شمال ختيځ کې خپل پوځي توان پياوړی کړی او غواړي چې د نظامي عملياتو له لارې په دې سيمه کې د داعش اورپکې له لبنان څخه وشړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |