د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې د وسله وال پوځ لوی درستيز رياست د جولای په ۳۱مه نېټه د اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د ترکيې څو سرتېري د سوريې د کډوالو ځورولو په اثر توقيف شوي او اوس تر پلټنو لاندې دي.
د ترکيې د اناتوليه اژانس د خبر له مخې، د جولای په ۲۸مه نېټه د ترکيې جنوب هاتای ولايت ته نژدې د ترکيې او سوريې ترمنځ په سرحداتو کې، سرتېرو د ګزمې په وخت کې د سوريې ۴ کډوال ونيول چې هڅه يې کوله په غيرقانوني توګه له پولې واوړي. په راپور کې ويل شوي چې څو کډوال له ترکيې څخه شړل شوي او د ترکيې په ۴ سرتېرو د کډوالو د ځورولو تور لګول شوی دی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |