CRI Online

روسيه پر امريکا باندې انتقاد کوي چې د کوريا ټاپووزمې په مسئله کې يې پر روسيې او چين باندې بې دليله تور لګولی دی.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-01 14:27:24

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت ويبپاڼې د جولای په ۳۱ مه نېټه يوه اعلاميه خپره کړه او و يې ويل چې امريکا او يو شمېر هېوادونو په نژدې موده کې په شمالي کوريا کې د توغندي ازمايښتي توغونې مسئوليت پر روسيې او چين پورې کړی، دغه ډول ملامتي بې دليله ده.

اعلاميه کې راغلي دي چې له هغه وخته راهيسې چې شمالي کوريا د جولای په ۲۸ مه نېټه د م م د امنيت شورا د اړوندې پريکړې څخه سرغړونه کړې او توغندي يې توغولی دي او روسيه د کوريا ټاپووزمې د مسئلې خړپړتيا په هکله انديښنه کوي. په عين حال کې امريکا، جنوبي کوريا او جاپان اوس په دې سيمه کې د نظامي عملياتو د زياتولو لپاره هڅه کوي او امريکا هم کوښښ کوي چې په جنوبي کوريا کې د ساد په نوم د بالستيک ګوليو پر ضد سيستم ځای پر ځای کړی.

اعلاميه کې همدارنګه راغلي چې روسيې خپل غږ پورته کړ چې د کوريا ټاپووزمې د مسئلې په هکله دې اړوندې خواوې سړه سينه وساتي او د سيمې سخت حالت دې خراب نه کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای