د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د وينزويلا ولسمشر مادورو د جولای په ۳۱مه نيټه څرګنده کړه چې هغه د امريکا د ماليې وزارت لخوا بنديزونه ردوي.
ولسمشر مادورو وويل چې هغه به د امريکا د تهديد او بنديز له امله ماتې و نه خوري او ترې نه ويرېږي. له بنديزونو څخه د امريکايي حکومت دښمني څرګندېږي. هغه ډېر وياړي چې د بهرنيو حکومتونو له حکمونو څخه د سرغړونې له امله بنديزونه تر لاسه کوي. د ده په قول د وينزويلا په کورنيو چارو کې د ټرمپ حکومت لاسوهنه د هغه په عمر کې تر ټولو سخته سهوه ده.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |