د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د قطر خارجه وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن الثاني د جولای په ۳۱مه نيټه څرګنده کړه چې د سعودي عربستان، مصر، د متحده عربي اماراتو او بحرين د بهرنيو چارو وزيرانو لخوا خپره شوې اعلاميه کې تضادونه ليدل کېږي.
د قطر د الجزيرې ټلويزيون په همدې ورځ د وزير محمد په قول خبر ورکړ: څلورو هېوادونو په ياده اعلاميه کې له قطر څخه خپلې ۱۳ غوښتنې تکرار کړې چې دا د اړوندو نړيوالو قوانينو څخه څرګنده سرغړونه ده. د دې تر څنګ پکې روښانه رويه هم نه ده څرګنده شوې.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |