CRI Online

د چین د ولسي ازادۍ بښونکي پوځ د جوړیدو د ۹۰ کالیزې لویه غونډه جوړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-08-01 14:35:15
د چین د ولسي ازادۍ بښونکي پوځ د جوړیدو د ۹۰ کالیزې لویه غونډه جوړه شوه

د اګست میاشتې په لومړۍ نیټه د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې، د دولتي شورا او مرکزي پوځي کمیټې له خوا د چین د ولسي ازادۍ بښونکي پوځ د جوړیدو د ۹۰ کالیزې لویه غونډه د بیجینګ په ولسي تالار کې جوړه شوه.

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیټې رئیس شي جین پینګ په دې غونډه کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې د چیني ملت د بیا سمسورتیا او د خلکو د نورهم ښه او نیکمرغه ژوند په خاطر باید د نړۍ په لومړی کچه ولسي پوځ جوړ کړي او باید په ټینګه سره د چین پر ځانګړي سوسیالیستي لار د پوځ د قوي کولو ګامونه پورته کړي ترڅو چې پوځي لارې چارې مو په پرله پسي توګه پرمخبوزو.

شي جین پینګ همدارنګه ویلي چې چین تل د نړیوالې سولې ابادوونکی د نړیوال پرمختګ خدمت کوونکی او نړیوال نظام ساتونکی دی. د چین پوځ تل د نړیوالې سولې ټینګ ساتونکی قوت دی. په عین وخت کې چین هیڅ کس سازمان یا ګوند ته هیڅکله داسی اجازه به ورنه کړي چې په کوم ډول پلمه د چین کومه برخه له هیواد څخه جلا کړي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای