CRI Online

امنيت شورا په افغانستان کې د عراق پر سفارت د بريد سخته غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-08-01 14:50:39

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، امنيت شورا د جولای په ۳۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په افغانستان کې د عراق پر سفارت د داعش ډلې د بريد سخته غندنه وکړه.

په همدې ورځ په کابل کې د عراق سفارت پر وړاندې ځانمرګي بريد وشو او بيا وروسته درې اورپکې د ډزو په کولو سره دغه سفارت ته ننوتل او له امنيت ساتونکو سره يې جګړه وکړه. په اخر کې درې اورپکې ووژل شول. په دې پېښه کې د دې سفارت دوه افغان کارکوونکي هم وژل شوي دي او درې تنه نور ټپيان شوي. داعش ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده.

امنيت شورا په ياده اعلاميه کې د مړه شويو کسانو له کورنيو، د عراق او افغانستان له حکومتونو سره خواخوږي څرګنده کړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې بايد د دې بريد طرحه کوونکي، ترسره کوونکي او ملاتړ کوونکي د قانون منګولو ته وسپارل شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای