CRI Online

په م م کې د چين دايمي استازي: د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د څلور فقيره ييز وړانديز په پلې کولو سره د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ سوله به رامنځته شي.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-01 14:54:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ليو جي يي د جولای په ۳۱مه نېټه د م م په مقر کې خبر ورکړ، چين هيله لري چې نړيواله ټولنه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څلور فقيره ييز وړانديز په اړه مثبت غبرګون وښيي او د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د دايمي سولې د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

نوموړي د جولای په مياشت کې د امنيت شورا د نوبتي رئيس په توګه په وروستۍ خبري ناسته کې وويل، چې رئيس شي جين پينګ د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره د کتنې په ترڅ کې ياد وړانديز وړاندې کړ. هغه پر دې ټينګار وکړ چې دغه مسئله دې د دوو هېوادونو د لايحې پر بنسټ له سياسي لارې چارې حل شي، اړوندې خواوې دې پر ګډ، عمومي، همکاريز او پر له پسې امنيتي افکارو ټينګار وکړي. نړيواله ټولنه دې د دغې مسئلې د حلولو لپاره لا ښې همکارۍ وکړي. د پرمختګ په رڼا کې دې سوله وساتل شي.

ښاغلي ليو وويل، چې ياد څلور فقيره ييز وړانديز د اوسنيو نړيوالو اوضاعو او چاپيريال له مخې د دغې مسئلې د حلولو لپاره د چين نوی خدمت دی او په راتلونکې مرحلې کې د دغې مسئلې د حلولو لپاره د چين عمومي لايحه هم ده. چين غواړي په دايمي او عادلانه ډول د دغې مسئلې د حل کولو او د منځني ختيځ سيمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره له نړيوالې ټولنې سره ګډ کوښښونه وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای