CRI Online

په م م کې د چين دايمي استازي ليو جيې يي په جولای مياشت کې د امنيت شورا کارونه راغونډ کړل

cri     (GMT+08:00) 2017-08-01 14:56:20

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جولای په ۳۱مه نيټه په امنيت شورا کې د چين دايمي استازي ليو جيې يي په جلا توګه د م م غړو هېوادونو او چيني او بهرنيو خبري رسنيو ته په جولای مياشت کې د امنيت شورا کارونه راغونډ کړل. نوموړي وويل، په جولای کې د امنيت شورا کارونه په عادي توګه روان وو او زيات برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي.

چين په جولای مياشت کې د امنيت شورا د رئيسه هېواد دنده پر غاړه واخيستله. ليو جيې يي وويل، په جولای کې په دريو برخو کې د امنيت شورا کارونه د يادولو وړ دي. لومړی، د افريقا د سوله ييز او امنيتي توان د جوړونې په اړه يوه مباحثوي غونډه جوړه شوې. د جولای په ۱۹مه نيټه د چين په وړانديز ياده غونډه ترسره شوه او د څه باندې شپېتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و. اړوندو خواوو د افريقا د سوله ييز او امنيتي توان د پياوړتيا په هکله يو لړ نوې نظريې او وړانديزونه وړاندې کړل. دغې غونډې له افريقا سره د نړيوالې ټولنې د مرستو د زياتېدو، د افريقايي هېوادونو پخپله د سوله ساتي توان د پياوړتيا او د افريقا سوله او ثبات د هڅونې لپاره فعال خدمتونه ترسره کړي دي.

دوهم، امنيت شورا د فلسطين اوضاعو د ارامتيا لپاره ډېر کوښښونه کړي. د جولای مياشتې له دوهمې لسيزې راهيسې، د فلسطين او اسراييلو ترمنځ وضعيت تريګلي شوی. چين د امنيت شورا د رئيس په توګه، د اوضاعو د ارامتيا لپاره ډېر کوښښونه ترسره کړي. مثلا د فلسطين مسئلې په هکله يې يوه بېړنۍ غونډه جوړه کړه او پر دواړو خواوو يې غږ وکړ چې د دې مسئلې د ښه حل لپاره مناسبه لاره ولټوي. له دې نه پرته، د جولای په ۲۵مه نيټه د فلسطين مسئلې په هکله يې يوه خلاصه غونډه ترسره کړه چې د امنيت شورا د زياتره غړو هېوادونو ملاتړ يې تر لاسه کړی. نږدې د پنځوسو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو په دې غونډه کې ويناوې کړې او هيله يې وښودله چې فلسطين او اسراييل بايد په مسايلو کې سړه سينه وساتي او اوضاع دې ارامه کړي. ډېرو هېوادونو پر دې ټينګار وکړ چې د دواړو هېوادونو لايحې پر بنسټ سياسي بهير د دې مسئلې د حل يوازينۍ لار ده. چين د دې مسئلې د حل لپاره د رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوې څلور نظريې بيان کړې. برسيره پر دې، امنيت شورا اړوندې ښکېلې خواوې هڅولې چې له فلسطين او اسراييلو سره چارې همغږې کړي او په دې برخه کې يې يو شمېر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. اوس د فلسطين او اسراييلو ترمنځ وضعيت په عمومي توګه ارام شوی، امنيت شورا به د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو د بيا پيل لپاره خپلو کوښښونو ته دوام ورکړي.

درېيم، امنيت شورا په دې برخه کې کوښښونه کړي چې د سيمه ييزو موضوعاتو حل بهير کې سياسي پرمختګ تر لاسه شي. د مثال په توګه، امنيت شورا د جولای په لسمه نيټه د کولمبيا مسئلې په هکله ۲۳۶۶م پرېکړه ليک تصويب کړ.

ښاغلي ليو جيې يي د ليبيا مسئلې په هکله وويل، په دې وروستيو ورځو کې يو شمېر هېوادونو او سيمه ييزو ډلو د ليبيا مسئلې د سياسي حل د هڅولو لپاره ډيپلوماتيک کوښښونه پياوړي کړي. د جولای په ۲۷مه نيټه امنيت شورا د يوې مطبوعاتي وينا په خپرولو سره خوښي څرګنده کړه چې د فرانسې په شمول ځينو هېوادونو د ليبيا د سياسي بهير د پرمخبيولو په برخه کې نوي برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

له دې نه پرته، امنيت شورا د يمن، عراق، لبنان، جنوبي سوډان او منځنۍ افريقا په شمول ځينو سيمو کې د خپلو دفترونو د کارونو څارنې کړې او د دغو سيمو د وضعيت د ښه والي په خاطر يې هڅې کړې دي.

بېلا بېلو خواوو چين ته مبارکي وويله او مننه يې وکړه چې په پوره او ښه توګه يې د امنيت شورا د رئيسه هېواد دنده ترسره کړې. دوی د امنيت شورا کارونو د هڅولو او د سيمه ييزو موضوعاتو د حلولو لپاره د چين د رغوونکي رول لوړه ستاينه وکړه .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای