CRI Online

د چين استازی: د شمالي کوريا په شمول اړوندې خواوې بايد د امنيت شورا پريکړه ليکونه تطبيق کړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-01 16:54:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي او د جولای په مياشت کې د امنيت شورا نوبتي رئيس ليو جي يي د همدې مياشتې په ۳۱مه نېټه وويل، چين د شمالي کوريا له هغو کړو وړو سره مخالفت کوي چې د امنيت شورا د پريکړه ليکونو او د نړيوالې ټولنې د نيتونو په وړاندې يې ذروي ازموينې کړي او توغندي يې توغولي دي. د شمالي کوريا په شمول اړوندې خواوې بايد د امنيت شورا پريکړه ليکونه تطبيق کړي او د کوريا ټاپووزمې د حالاتو د ترينګلتيا د مخنيوي لپاره لازم تدبيرونه ونيسي.

نوموړي وويل، چې چين څو څو ځله له کوريا ټاپوزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو پر موخې ټينګار کړی دی او چين تل د دغې مسئلې د حلولو لپاره له خبرو اترو څخه ملاتړ کوي. د چين دريځ نړيوالې ټولنې ته د منلو وړ دی او د دغې مسئلې په اړه د امنيت شورا له اړوندو پريکړه ليکونو څخه هم څرګندېږي.

نوموړي زياته کړه چې د دغې مسئلې په اړه د امنيت شورا پريکړه ليکونه په عمده توګه له دريو برخو څخه عبارت دي. لومړی، د شمالي کوريا د ذروي پلان په مقابل کې د بنديز لګولو پلان جوړ شوی دی. دوهم، له مخې يې د شمالي کوريا د عامو وګړيو سره پر بشري مرستو باندې منفې اغيزه نه لګوي او له شمالي کوريا سره د بېلا بېلو هېوادونو عادی اقتصادي عملونو کې خنډونه نه اچوي او پر شمالي کوريا باندې اقتصادي بنديزونه نه لګوي. درېيم، شپږاړخيزې خبرې اترې دې اعاده شي او اړوندې خواوې دې د ټاپووزمې د حالاتو د ترينګلتيا د مخنيوي په هکله سړه سينه وساتي.

هغه وويل، چې په جنوبي کوريا کې د ساد سيستم ځای پر ځای کول د دغې مسئلې د حلولو لپاره ګټور نه دی او د چين په شمول د دې سيمې هېوادونو ستراتيژيک امنيت ته زيان رسوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای